د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی رئیس پیغام:
هوښیار ملتونه د خپلو علمي بنسټونو په پاللو سره د پرمختګ او هوساینې په لور ګامونه اخلي، د ټولو متمدنو ملتونه بریا هغه علمي او تحصلي بسټونه دي، چې د هغوی د اخلاقو په رولوزلو تمرکز کوي او د عصر له غوښتنو سره یې سم نړیواليو سیالیو ته برابروي. دا يو ټول منلی حقیقت دی، چې د علم له ډېوې پرته د نړۍ تیاره مزلونه نه شی طی کیدای او نه منزل ته درسېدو لار اسانیږي. مونږ په همدې موخه د خپل تحصیلي بنسټ د پیاوړي کېدو او خپلو ولسونو ته د ښو خدماتو په موخه خپله ژمنه بیا تازه کوو او په پوره ډاډ سره وایو، چې د ټولو دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
درنښت
پوهنمل سردارولي اسرار
د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي رييس