تاریخچه

لغمان پوهنتون په ختيځ زون کې يو دولتي پوهنتون دې چې د سيمې د اړتيا په اساس  په (۱۳۹۰) هـ ش کال کې د دو پوهنځيو او څلورو څانګو په درلودلو سره تاسيس شو. لومړنۍ پوهنځي د کرنې پوهنځي چې دکرنيز اقتصاد او توسعه ، او ځنګلونو او چاپيريال ساتنې څانګو په درلودلو سره او دويم پوهنځي د ادبياتو اوبشري علومو پوهنځي، چي د ژورناليزم، لايبريري او انفارميشن ساينس څانګو په درلودلو سره خپلو  فعاليتونه پيل کړل.

په کال (۱۳۹۲) هـ ش کې دلغمان پوهنتون په چوکات کې د انجنيري ، ښوونې او روزنې پوهنځي او په کال (۱۳۹۹) هـ ش کې د اقتصاد پوهنځي منظور او په خپلو  فعاليت يې  پيل وکړ.

لغمان پوهنتون په پنځه ګونو پوهنځيو کې د لېسانس , ماستر  او دکتورا په سويه (110) تنه استادان په تدريس بوخت دي، چې  د پوهنتون د تاُسيس څخه تراوسه د استادانو د تحصيلي کچې د لوړاوي په پروګرامونو کار شوي او د ماستري او دوکتورا برنامو ته د هېواد  په دننه او بهر د هېواد  څخه بېلابېلو برنامو ته ورپېژندل شوي   دي. د اداري او خدماتي کارونو د ترسره کولو له پاره د پوهنتون رياست اړوند او د پوهنځيو اړوند اداري تشکيل لري.

دا چې لغمان پوهنتون د هېواد  د ځوانو پوهنتونونو له ډلې څخه دي چې  په اکادميکو چارو کې ډېرو لارښوونو ته اړتيا لري په همدې منظور ياد پوهنتون د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو سره لکه د کابل پوهنتون، شهيد استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، ننګرهار پوهنتون او د هرات پوهنتون سره د تواميت او ګډې همکارۍ توافقنامې لاسليک کړي دي.

لغمان پوهنتون رهبرۍ  په دې هڅه کې ده چې د پوهنتون په ټولو علمي، اکاډميکو او اداري برخو کې د سيمې، هېواد  او اوسني عصر د اړتيا سره  سم کارېدونکي   پروګرامونه د هېواد  د ملي پراختيايې  پلان او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان په رڼا کې په کار واچوي، همدې موخې  ته د رسېدو  په پار لغمان پوهنتون خپلو  پنځه کلن (1400 ـ 1404) هـ ش کال ستراتيژيک پلان کې د غوره حکومتوالۍ، علمي او اکاډميکې و پروګرامونو، لوړو زده کړو ته د ټولو په شرايطو برابرو وګړو لاس رسي، زېربنا  په برخه کې او  په ټولنه کې د پو هنتون ونډه اخېستنه  خپلو  ستراتيژيکې موخې  ټاکلي او دغو ستراتيژيکو موخو ته د رسېدو  په موخه د اړتيا وړ پروګرامونه په پام کې نيول شوي.

لغمان پوهنتون پورتنيو بڼستيزو موخو  او رسالت څخه علاوه د بشري حقوقو د تامين، د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو، د مخدره توکو پرضد د مبارزې، د اداري او اخلاقي فساد په له منځه وړلو، د وګړو په خونديتوب او د سولې د اړيني پروسې په برخه کې بېلابېل  پروګرامونه پرمخ وړي ترڅو  د ټولنې د هراړخيزه ټولنيز، سياسي او اقتصادي پرمختګ له پاره  زمينه سازي  وشي.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې لغمان  پوهنتون خپلو  ليدلوري او ماموريت ته په کتو سره خپل روښانه موخې ټاکلي ، د ټاکل شوي  موښو ته د رسېدو  له پاره  ټولې اړتياوي او اسانتياوي په هر اړخيزه توګه په پام کې نيول شوي.