د اداره او تجارت څانګې په هکله:

د اداره تجارت څانګې تاریخچه

د اداره تجارت څانګه د هیواد د علمي او مسلکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه په ۱۳۹۹ کال کې د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه. دا څانګه د دې لپاره رامنځته شوې چې د هیواد د اداري، سوداګریزو او مدیریتي برخو د پرمختګ او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته لاره هواره کړي. څانګه ژمنه ده چې د نظري او عملي زده کړو، څېړنو، او مسلکي روزنو له لارې داسې ځوانان وروزي چې وکولای شي د هیواد د اقتصادي ودې، بازار موندنې، سوداګرۍ پراختیا او ادارې د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي.

د اداره تجارت څانګې لید لورې

د اداره تجارت څانګه به د اداري علومو، سوداګرۍ، بازار مومندنې او کاروباري څېړنو په برخه کې د هیواد کچه اعتبار لرونکې څانګه وي.

د اداره تجارت څانګې ماموریت

د اداره تجارت څانګه د تجربه لرونکو علمي کادر غړو، معاصر نصاب، اغېزمن تدریس، څېړنیز چاپیریال او مختلفو مسلکي برنامو پر مټ د اداري علومو، سوداګرۍ، بازار موندنې او کاروباري څېړنو په برخه کې په اسلامي او ملي روحیه د لیسانس په کچه مسلکي کادرونه روزي.