د لغمان پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

lu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۴۹
تفاهم لیک

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به لغمان پوهنتون او د اندونیزیا هیواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څیړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د لغمان پوهنتون د رئيس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر ډاکټر عارف رحمن له خوا د ویډیویي کنفرانس له لارې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د لغمان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد میرویس صدیقمل او د اندونیزیا سفارت استازي عبدالحمید صافي هم حضور درلود.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمن لغمان پوهنتون د افغانستان په نویو پوهنتونونو کې یو مخ پر انکشاف او غوره پوهنتون یاد کړ، چې په وینا یې، د اندونیزیا هیواد پوهنتونونه ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دوکتورا او ماسترۍ په برخو کې د تحصیلي بورسونو برابرولو په هکله ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همکاریو لړۍ به دوامداره ساتي، د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د اندونیزیا هیواد له نیک نیت او د همکاریو له ژمنې مننه وکړه او دا تفاهملیک یې لغمان پوهنتون له پاره یوه غوره لاسته راوړنه وګڼله.

په درنښت

د پوهنتون اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د اداري او مالي چارو معاونیت پیغام:

ډیر ژر ان شاءالله وتعالی

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۴۴
Background image

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي ح.ق.ا.ني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د. . .

خبرونو ته لاړشئ