د لغمان پوهنتون د بیلګه او ممتاز محصل لنډ بیوګرافي

ښاغلی زړګی الکوزی د زلمی زوي د محمد بشیر لمسی د کابل ولایت د موسوي ولسوالي اوسیدونکي دي چې د کانکور له لاري په (۱۴۰۱هـ ش) کال د (۱۹۱) نمرو په اخیستلو سره د لغمان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي تعلیمات اسلامي څانګې ته بریالي شوي ده، تر دا مهاله نوموړي محصل یو با استعداده، او د ښو اخلاقو درلودونکې دي، نوموړي محصل د (۱۴۰۴هـ ش) کال بهاری سمستر په پای کې په خپل ټولګې کې د نمرو سلنه (٪۹۶.۵) پوري وه، همداراز د ټاکل شوي کمیسون د ارزوني له مخي د لغمان پوهنتون په سطحه د بیلګه او ممتاز محصل په صفت و پیژندل شو. او په راتلونکې کې ورته د لابریاوو غوښتنه کوو.