د څیړنې او علمي مجلې معاونیت پیغام

 

د قدر وړ استادانو، محصلینو او کارکونکو،

لغمان پوهنتون د څیړنې او علمي مجلې معاونیت ته  ښه راغلاست!

د څیړنې او علمي معاونیت له ادرسه غواړم چه په لغمان پوهنتون کې د څیړنو او د نوښت پیل تاسې ته دروپیژنم. د څیړنې  معاونیت په دوو مهمو دیپارتمنتونو (څیړنې  او علمي مجلې) کې د یو متحرک او نوښتګر چاپیریال رامنځ ته کولو لپاره پر کار بوخت دی چې موخه یې په پوهنتون کې  د څیړنو او علمي مقالو د نشرولو له لارې تجسس او خلاقیت پیدا کول دي. که چرته تاسې په څیړنو او علمي مقالو کې برلاسي یاست ، موږ ژمن یو چې ستاسو د هڅو ملاتړ وکړو او هغه سرچینې او مرستې درته چمتو کړو چې تاسې ورته اړتیا لرۍ. زموږ په پوهنتون کې څیړنې کول انفرادي هڅو پورې محدودیت نه لري. د څیړنې او علمي مجلې معاونیت نه یوازې په پوهتون کې دننه بلکه د بهرنیو زیربطو ادارو ملګرتیا او هماهنګي هم قبلوي او د ګډ کار لپاره یې هڅوي.  زه د پوهنتون ټول غړي او زیربطې ادارې  هڅوم چې د څیړنې او اکاډمیک ژورنال په برخو کې د موجود څیړنیز فرصتونو سره برخه واخلي. په څیړنیزو پروژو اوعلمي سیمینارونو کې ستاسې ګډون یا د تحصیل علمي ژورنال کې مقالې خپرول به زموږ بریالیتوب دوامداره کړي.

درنښت

پوهنمل دوکتور نجیب الله فیاض

د څیړنو او علمي مجلې مرستیال