د تعلیم الاسلام کتاب په علمي سیالۍ کې د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه:

lu_admin
Sat, May 11 2024 11:43 AM
تعلیم القران سیالی

هغه غونډه چې په همدې موخه د چهارشنې ورځ (١٤٠٣/٢/١٩ ه ش مطابق ١٤٤٥/١٠/٢٩) د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو انسجام او خدمتونو رٸیس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون رٸیس الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت، پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رٸیس صاحبانو د بېلابېلو برخو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود۔

غونډه د قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د پوهنتون رٸیس، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ډول ازموینې محصلینو د علمي سطحې انکشاف، دیني پانګې زیاتوالي او تشویق له پاره اړین او ګټور دي۔

ورپسې د محصلانو د انسجام او خدمتونو محترم رٸیس خبرې وکړې او وې ویل: د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې محصلینو ته د مختلفو برنامو ترڅنګ د عملي کار زمینه برابره کړي۔

همدارنګه د دعوت او ارشاد آمر مولوي دلاور حلیم د دیني علومو په ګټو او ارزښت رڼا واچوله۔

وروسته د ازموینې ممتازو محصلینو ته د ډالۍ ورکولو لړۍ پیل شو چې؛ احمدالله د انجنیري پوهنځي سیول څانګې محصل لومړی، ضیاء الرحمن د اقتصاد پوهنځی مالي او بانکي څانګې محصل دویم، سید خالد د انجنیري پوهنځی سیول څانګې محصل دریم مقام خپل کړل، د یادونې وړ ده چې درېیم نمبر پورې ګټونکو محصلینو ته لپټاپ کمپوټرونه او تر لسم نمبر پورې نورې ډالۍ ورکړل شوې۔

غونډه د شرعیاتو پوهنځي رٸیس شیخ ذاهدالله حق۔اني په دعایې پای ته ورسېد۔

سرچینه: د عامه پوهاوي او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Jun 04 2024 9:17 AM
Background image

انجنیري،اقتصاد او کرنې پوهنځیو د څانګو لپاره آمرین معرفي شو:

:د انجنیري، اقتصاد او کرنې د پوهنځیو څانګو له پاره امرین معرفي شو.
یکشبه د (١٤٠٣/٣/١٣) نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت حکم په اساس او د لغمان پوهنتون رهبرۍ له لوري نوماند پوهنیار انجنیر. . .

Sat, May 11 2024 11:43 AM
Background image

د تعلیم الاسلام کتاب په علمي سیالۍ کې د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه:

هغه غونډه چې په همدې موخه د چهارشنې ورځ (١٤٠٣/٢/١٩ ه ش مطابق ١٤٤٥/١٠/٢٩) د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو انسجام او. . .

Thu, Apr 18 2024 8:31 AM
Background image

:د تعلیم الاسلام کتاب علمي سیالۍ

خبرتیا
په لغمان پوهنتون کې د محصلینو علمي او دیني پانګې زیاتوالي په موخه د محصلانو چارو معاونیت له لوري دتعلیم الاسلامکتاب علمي سیالۍ ترسره کیږي، یاده سیالۍ کې به لومړي، دویم او دریم. . .

BACK TO NEWS