د ۱۴۰۰ پاس ښوونکو د کانکور ازموینه

lu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۵:۲۲
exam picture

د 1400 کال د حمل د میاشتې 10 نیټه لغمان پوهنتون په انګرکې له څوارلسم پاس برحاله ښوونکو څخه د لیسانس برنامې د شمولیت په خاطر کانکور ازموینه واخیستل شوه!

چې یاد غونده کې د لغمان ولایت مرستیال والي ښاغلی استاد پوهنوال خواجه محمد عصامي ، د پوهنې ریس ښاغلی قاري عبدالله حمیدي او ورسره مل پلاوي حضور درلود. غونده د کلام الله د سو آیاتونو په قرات پیل شو, متصلا د لغمان پوهنتون ښاغلي ریس استاد پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د هر اړخيز ویناوو سربېره ګدونوالو ته ‌یې ‌‌‌ډا‌‌ډ ورکړل چې د پوهنتون اداره او استادان ژمن دي څو د لغمان معارف ته نه ستړي کیدونکي هلې ځلې ترسره کړي او محترمو ښوونکو ته د ښه تحصیل زمینه مهیاکړي ،د څوارلسم پاس ښوونکو برنامه چې د هیواد په کچه په پوهنتونونو کې پلي کېږي په ختیځ زون کې لومړنی لغمان پوهنتون دی چې دلومړي دور ازموینه یې له ۱۱۱ تنه د غیرکریډیت سیستم څخه فارغو معلمانو پکې ګډون درلود . یاده دې وي چې لغمان پوهنتون ته د پوهنې ریاست برحال ۲۹۶۲ ښوونکي د لیسانس برنامې د شمولیت په موخه معرفي شوي دي چې د یومنظم پلان مطابق د لغمان د معارف ریاست د لزومدید پراساس به د دوو منتخبو برنامو(شپې موډل او اوړي موډل) ته د دریو کالو په موده کې یاد ښوونکي په بیلا بیلو څانګو کې جذبیږي.

په درنښت.

د پوهنتون اداره.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۳۴
Background image

پیام معاونیت اداري و مالي:

به زودي ان شاءالله وتعالی

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۴۴
Background image

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي ح.ق.ا.ني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د. . .

خبرونو ته لاړشئ