د لغمان پوهنتون ترانسپورت
لغمان پوهنتون ۱۲ عراده فعال نقلیله وسایط لری، چی په بېلا بېلو برخو کې فعالیت کوي لکه پوهنتون ته د استادانو او اداري کارمندانو د تګ راتګ، محصلینو ته د علمی سفرونو سهولت برابرول، د زراعت پوهنځی تحقیقاتی فارم کی محصلینو د تحقیق لپاره مناسبه خاوره برابرول، د ټانکرونو په واسطه د پوهنتون د ونو ګلانو او بوټو خړوبول، د لغمان ولایت داخل مختلفو ریاستونو ته د اداري کارمندانو او مکتوبو وړل او راوړل، د پوهنتون داخل او له پوهنتون څخه بهر د اجناسو انتقالول شامل دي.