د علمي چارو مرستیال پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وکفی وسلام علی عباده الذين اصطفی، أما بعد: پوهنتونونه د علمي مرکزونو په توګه د ځوان نسل د سالمې پوهې او روزنې مسؤليت په غاړه لري چې د هېواد مادي او معنوي ابادي ورپورې تړلې ده، له ښه مرغه په افغانستان کې د لوړو زده کړو محترم وزارت تر چتر لاندې د لغمان پوهنتون هم له ۱۳۹۰ هــ، لمريز کال را په دېخوا فعاليت کوي او په زرګونه ځوانان ېې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي، ياد پوهنتون دا مهال شپږ پوهنځي (شرعيات، اقتصاد، ښوونه او روزنه، کرنه، ادبيات او بشري علوم او انجنيري) چې درويشت څانګې راځي لري ، لغمان پوهنتون اوسمهال د (۵۲) اداري او (۳۵) خدماتي کارکوونکو او (۱۳۵) استاذانو په شتون کې د (۳۴۳۳) محصلانو په خدمت بوخت دی.
د لغمان پوهنتون ټول منسوبين په دې تلاش کې دي چې د لغمان ولايت محترم مقام او د لوړو زده کړو محترم مقام په شفقت سره خپل پوهنتون يوه داسې مقام ته ورسوي چې د سيمې په کچه د علم، روزنې، نوښت، څېړنې او پرمختګ داسې کور شي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې پرې زمونږ د دردېدلي او مجاهد ولس او اسلامي نظام سترګې يخې شي.
مونږ خپله نهايي هڅه کوو چې په خپل چوکاټ کې نظم، انضباط، اصولو او ارزښتونو ته کار ووايو، د پوهنتون علمي حيثيت لاوځلوو او د الله تعالی په توفيق سره يوه داسې وخت ته ورسېږو چې که څوک يوه ورځ هم په لغمان پوهنتون کې پاتې کېږي چې دا پاتې کېدنه افتخار وګڼي او که څوک له دې علمي کوره فارغېږي چې په دې انتساب ووياړي او دومره توښه له دې ځايه وېسي چې د ژوند په ټولو کږلېچونو کې ورسره د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره بسنه وکړي.
والسلام
مفتي وقايت الله وقار
د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستيال
ایمیل آدرس: Vicechancellor@lu.edu.af / muftiwiqayatullahwaqar@gmail.com
تیلفون شمیره: 0093-777765941 /