د لغمان پوهنتون لیلیه
د لغمان پوهنتون لیلیه په ۱۳۹۸ ه ش کال کې تاسیس شوی دی چې ددې پوهنتون محصلینو ته خدمات وړاندې کوي، د لغمان پوهنتون د لیلیې تشکیل ۵ تنه دي چې شرحه یې په لاندې ډول دي:
د لیلیې عمومي مدیر، د لیلیې لارښود ښوونکی، د لیلیې دوه تنه اشپزان، او یو تن د اشپز شاګرد.
د لیليې ودانۍ په اساسي ډول د لوړو زده کړو محترم وزارت له انکشافي بودیجې څخه په دریو پوړونو کې جوړه شوې، چې یوه وخت کې د (350) تنو محصلینو د اوسیدو ظرفیت لري او په کې د اوبو، برېښنا، غذا او منظم درسي چاپېرال سهولتونه شتون لري.