لرلید او رسالت:

لرلید:

لغمان پوهنتون هوډ لري چې په راتلوونکي پنځه کلونو کې د روزل شوي بشري ځواک په مرسته د هیواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره علمي او څېړنيز پروګرامونه تر سره کړي او د لېسانس په کچه په اسلامي ملي روحیه سمبال، ژمن، په کار پوه کادرونه ټولنې ته د خدمت له پاره وړاندې کړي.

رسالت:

لغمان پوهنتون به د هېواد په کچه د کار پوه او مسلکي استادانو او کارکوونکو په مرسته د شته سرچينو د اغېزمنې کارونې په عصري تکنالوژۍ سمبال د مناسب کاري ، ښوونيز او څېړنيز چاپېريال په لرلو د بازار د اړتيا سره سم په بېلابېلو څانګو کې په کار پوه مسلکي کادرونه هېواد ته روزي.