د پوهنتون مسجد

د لغمان پوهنتون عمومي مسجد

د لغمان پوهنتون عمومي مسجد په ١٤٠٤ ه ش کال کې جوړ او د رغنيزو چارو بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه مسجد د لوړو زده کړو محترم وزارت له بوديجې څخه جوړ شوى دى، چې د پوهنتون مسؤلينو او منسوبينو سربېره د ليليه محصلينو له پاره هم د پينځه وخته جماعت لمانځه له پاره په مناسب او مجهز ډول جوړ شوى دى.