د لوړو زده کړو وزارت جلالت مآب وزير صاحب شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم د يو کاري سفر په ترڅ کې لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه

lu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۲
محترم وزیر صاحب سفر

۱۴۴۴۵/۶/۴نیټه

هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه پرمهال يې د لوړو زده کړو وزير شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم، لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد، د بېلابېلو ولایتي رياستونو رٸيسانو، د علماوو د شوری غړو، دیني علماوو قومي مخورو او د لغمان پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه درلوده.

د قران کريم د څو مبارکو اياتونو تر تلاوت وروسته د لغمان پوهنتون رٸيس پوهنمل محب الله هدايت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل هغه وويل لغمان پوهنتون دامهال 6 پوهنځي 19 ډیپاتمنتونه 4 تدريسي تعميرونه لري چې ټول استادان يې په علمي پانګه سنمبال او زرګونو محصلينو ته زده کړې ورکوي.

ورپسې د لغمان د حج اوقافو رٸيس مولوي فيض محمد حقاني، د لغمان د علماو شورا مشر او د جهادي مدرسې مسول مولوي محمد سليم حقاني او د يادې مدرسې استاد مولوي شفيع الله د ديني او عصري عولومو په ارزښت خبرې وکړې.

دوى وويل که څه هم د مدرسې او مکتب ترمنځ کومه فاصله نشته او اسلامي امارت ديني عولومو ترڅنګ عصري عولومو ته هم خورا ارزښت ورکړى خو علماء کرامو ته پکار ته ده چې د هغو مغرضو اشخاصو مخه ونيسي چې د مدرسې او مکتب ترمنځ فاصله رامنځته کوي.

په ورته مهال لغمان والي الحاج قاري زين العابدين عابد د لوړو زده کړو وزير ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل د اسلامي امارت ټول مسئولين د خپلو زحماتو او کوښښونو په نتيجه کې پر دندو ګمارل شوي نه د چا لخوا او يا هم د چا په فرمايش.

ښاغلي عابد د لغمان ولسونه مجاهدين ياد کړل او په هغو اتلوليو يې خبرې وکړې چې په تېره شل کلنه مبارزه کې يې ترسره کړي دي.

لغمان والي ډاډ ورکړ چې لغمان کې امنيت د ډاډ وړدى او ولسونه د خپل نظام تر څنګ ولاړ دي او په کلکه يې ملاتړ کوي او محصلين دې بايد هڅه وکړي چې د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته لومړيتوب ورکړي او د علم په ذریعه د هېواد له نورو سره سيال کړي.

عابد د لوړو زده کړو له وزير څخه هيله وکړه چې لغمان پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د طب، حقوقو ، عامه اداره، کمپيوتر ساينس څانګې ور اضافه کړي، د غونډو تالار يې ورغوي او محصلينو ته په خارجي برسونو کې برخه ورکړي.

په پاى کې د لوړو زده کړو وزير شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم پخپلو خبرو کې د لغمان ولسونو له تېرو همکاريو څخه د مننې پخوا کې وويل د اسلامي امارت مسولين په اکثرو ناستو او مجالسو کې لغمان د قهرمان لغمان او شهيد لغمان په لقبونو لقبونو یادوي او دا د اسلامي امارت مسوليت دى چې د هر افغان حق ته رسيدګي وکړي.

ښاغلي نديم ځوانانو ته ډاډ ورکړو چې اسلامي امارت ته ځان نه بلکى ولسونه مطرح دي او د ولسونو د پرمختګ، علمي سويي د لوړولو لپاره به کار کوي.

د پوهنتون له استادانو څخه يې وغوښتل چې د هيچا تر تاثير لاندې رانشي او د ځوانانو د علمي سويي د لوړولو ترڅنګ د فکري سويي لوړولو لپاره کار وکړي او له غير حاضري څخه ډډه وکړي.

دارنګه پر محصلينو يې هم غږ وکړ چې بيت المال ورباندې په مصرف رسيږي نو هڅه وکړي چې ځان د خدمت کچې ته ورسوي او خپل هيواد د نورو هېوادونو له محتاجۍ څخه وژغوري.

د لوړو زده کړو وزير وويل د پوهنتون او مدرسې ترمنځ هېڅ ډول واټن نشته او اسلامي امارت د ديني عولومو ترڅنګ عصري عولومو ته پوره ارزښت ورکړى.

ښاغلي نديم لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې ټول وړانديزونه يې له ځان سره ياداشت کړي او ډير ژر به ورته رسيدګي وکړي.

بلخوا د لوړو زده کړو وزير او لغمان والي په ګډه د پوهنتون د ژورناليزم څانګې لپاره د شاوخوا ٧٥٠٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ديوې راډيو پرانيسته وکړه چې په راتلوونکي کې به ددې پوهنتون محصلين پکې په عملي ډول د زده کړې ترڅنګ خپرونې وړاندې کوي.

په پای کې د لغمان پوهنتون د کرنې اوبو لګو او مالدارۍ او د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو له لوري د عملي کار په جريان کې جوړ شوي وسايل د لوړو زده کړو وزیر او د لغمان والي ته وښودل، چې د نوموړو لخوا يې کارونه وستايل شول.

د لغمان پوهنتون اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۳۱
Background image

:د تعلیم الاسلام کتاب علمي سیالۍ

خبرتیا
په لغمان پوهنتون کې د محصلینو علمي او دیني پانګې زیاتوالي په موخه د محصلانو چارو معاونیت له لوري دتعلیم الاسلامکتاب علمي سیالۍ ترسره کیږي، یاده سیالۍ کې به لومړي، دویم او دریم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت جلالت مآب وزير صاحب شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم د يو کاري سفر په ترڅ کې لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۴۵/۶/۴نیټه

هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه پرمهال يې د لوړو زده کړو وزير شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم، لغمان والي الحاج قاري زين العابدين. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د لغمان پوهنتون د تدریسي بهیر دپیل خبرتیا!

د لغمان پوهنتون د شپږګونو پوهنځیو د ټولو څانګو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان تحصیلي  کال د دویم سمستر تدریسي بهیر په ۱۴۴۴/۱۰/۵ نیټه  د سهار په ۸ بجو رسماً پيل کیږي، ټولو ګرانو. . .

خبرونو ته لاړشئ