د شرعیاتو پوهنځی لرلید،رسالت او تاریخچه:
د شرعیات پوهنځی لرلید:
د شرعیاتو پوهنځی غواړي چې د شرعي علومو په زده کړه کې د ښه کیفیت لرونکي تدریس، قوي اداري او اسلامي ارزښتونو له لارې مسلکي علمي کادرونه وروزي.
د شرعیاتو پوهنځی رسالت:
د افغانستان او سيمې خلکو ته د شرعي علومو په رڼا کې پیاوړي اکاډميک کدرونه روزل، چې د اړينې مسلکي پوهې او اړینو مهارتونو درلودونکي وي او په ټوله معنی د یو استاد مدیر او مذهبي لارښود په توگه هېواد ته خدمت وکړي.
د شرعیاتو پوهنځي تاریخچه
دا چې لغمان پوهنتون په (۱۳۸۹) ه،ش کال کې د دوه پوهنځیو په درلودلو سره د سیمې د اړتیاوو په اساس تأسیس شو، د وخت په تیریدو او د سیمې د اړتیاوو د پوره کولو په اساس وخت په وخت نوې پوهنځي او څانګې پکې د لوړو زده کړو محترم وزارت د لزوم دید په اساس ایجاد شوي دي،نو په همدې اساس د اشغال د خاتمې او د فتحې د پیلامې څخه وروسته د زعیم أمیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ځانکړې پاملرنې په اساس ټول هغه ولایتونه چې امارتي پوهنتونونه يې د شرعیاتو پوهنځي نلرله،باېد ورته ایجاد او منظوره شي،په همدې سلسلة کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د (۳۵)ګڼه لیک (۲/۲/۱۴۴۴) ه،ق نېټې په اساس د لغمان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد شوه.
چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د لزوم دید په اساس شیخ زاهدالله(حقاني) د پوهنځي د رئیس په توګه په دنده وګمارل شو،یاده پوهنځي دوه فارغ دې څانګې لري چې اسلامي تعلیمات، فقه او قانون، څانګې دي او یوه غیر فارغ دې څانګه لري چې اسلامي ثقافت په نوم یادیږي.
یاده دې وي چې د شرعیاتو پوهنځي د فارغ دې څانګو علمې کادر غړو شمیردولس تنه دی چې له دوی څخه د پوهنتون او د لوړو زده کړو د محترم وزارت د لزوم دید په اساس پوهنیارمفتي سمیع الله(امیني) د اسلامي تعلیماتو د څانګې آمر او پوهنیار محمد قاسم(نیازی) د فقه او قانون څانګې د آمر په حیث ټاکل شوي دي.
د غیر فارغ دې څانګې(اسلامي ثقافت څانګه) چې دا ټول شموله څانګه ده چې د محصلینو د دیني او فکري روزنې دروند مسؤلیت په غاړه لري،د یادې څانګې علمي کادر غړو شمیر(۲۲) تنو ته رسیږي چې له دوی څخه مولوي عبدالقدیر سیرت د پوهنتون او د لوړو زده کړو د محترم وزارت د لزوم دید په اساس د یادې څانګې د آمر په حیث ټاکل شوی دی.
شرعیاتو پوهنځي یو تدریسي،یو اجرایه او یو د کتابتون مدیر د اداري کارونو د تنظیم په موخه ټاکل شوي دي، له نیکه مرغه د یادې پوهنځي په ایجاد سره د لغمان پوهنتون کې هر اړخیز مثبت تغیرات رامنځته شوي دي،خوشبختانه د نوموړې پوهنځي اداري او تدریسي چارې په منظم ډول سره جریان لري، یاده پوهنځي د محصلینو د دیني او فکري روزنې ترڅنګ د عصري او تکنالوژیکي وسایلو څخه د استفادې روزنه هم ورکوي چې یاد مسؤلیت د بریښنايې زده کړو کمېتې مسؤل پوهنیار محبت الله(فاروق) په غاړه لري،رب جل جلاله دې دوی لا ګړندي کړي.