د فزیک څانګې په هکله:
د فزيک څانګي تاريخچه :
د ریاضي او فزیک څانګه د لوړو زده کړو د وزارت د پریکړې له مخې په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې پرانیستل شوه. وروسته، په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې د همدې وزارت د علمي اصلاحاتو او اړتیاوو له مخې د ریاضي او فزیک څانګې سره جلا شوې او د تدریس بهیر له دودیز (کلاسیک) سیستم څخه معیاري کریډیټ سیستم ته واوښت.اوس د فزیک څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په اکاډمیک جوړښت کې فعالیت لري او د لسانس په کچه د فزیک په برخه کې مسلکي کدرونه روزي. د یادې څانګې فارغان نه یوازې د پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو لپاره د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي، بلکې د اړتیا په صورت کې د دولت په نورو وزارتونو او علمي ـ څیړنیزو ادارو کې هم د کار کولو وړتیا لري.د فزیک څانګې اساسي موخه دا ده چې د علمي معیارونو پر بنسټ د مسلکي او تخصصي ښوونکو روزنه وکړي، څو د هېواد د تعلیمي، ساینسي او ټولنیزو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه ولري.
د فزیک څانګې لید لوری ( vision ) او ماموریت ( Mission )
لید لوری (Vision )
د فزیک څانګه د خپل لید لوری له مخی اراده لری چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه کادری غړو ، علمی او اکاډمیکو څیړنو او پروګرامونو د زده کړی غوره ، پرمختللی او مناسب چاپیریال په ملی او نړیواله سطحه د علمي او مسلکي توامیتونو په کولو او محصلینو ته د غوره خدمتونو په وړاندی کولو سره په سیمه کې ځانګړی باور تر لاسه او د یو پیاوړی مرکز او څانګې په حیث ملی او نړیوال شهرت ولری .
ماموریت Mission
فزیک څانګه د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو ویاړی چې د هیواد په کچه به ټولني ته ژمن او مسلکی ښوونکې وړاندی کړي ، چې د خپلو وړتیاوو او کاری مهارتونو پر مټ به وکولای شي چې شته ستونزی حل او نو پرمختګونو ته د لاس رسی لپاره څیړني تر سره او د پرمختګ لامل شی .