د علمی معاون بیوګرافي
د مفتي وقايت الله (وقار؛ حنفي) پېژندنه
مفتي وقايت الله (وقار، حنفي) د معلم زرپاچا زوی د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د بربهار ادوړ د کلي په يوه علمي او جهادي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
زده کړې:
نوموړی په خپلو عصري زده کړو کې د سيد شمس الدين مجروح عالي لېسې دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی، د ديني علومو فنون، وړه دوره، لويه دوره او په اسلامي فقه، افتاء او قضاء کې ېې تخصص په بېلابېلو مدرسو کې (أنوار الصحابة رضي الله عنهم مدرسه، حضرت أبي بن کعب رضي الله عنه دارالحفاظ، جامعة أم العلوم، امام ابويوسف رحمه الله، اسلامي دارالعلوم، الحرم دارالافتاء، الجامعة الغفارية او جامعة دارالايمان والتقوی) تر سره کړی دی او په شرعياتو کې ېې د لسانس سند له الفلاح پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.
دورې او وړتياوې:
ددې تر څنګ ېې بېلابېل مهارتي سيمينارونه، ورکشاپونه او کورسونه (د مالي او تدارکاتي چارو روزنيز ورکشاپ، پرمختللې رهبري، اداره او مشرتابه او... د چارو ادارې لوی رياست، لوړو زده کړو وزارت او بېلابېلو ادارو له لوري) اخيستي دي.
د ليکوالۍ، کمپيوټر او انټرنيټ د زده کړې بېلابېلې لړۍ ېې تعقيب کړې دي او د ويناوالۍ او ژورناليزم کورسونه ېې په (سباوون ستوري انسټيټيوټ) کې تر سره کړي دي.
د هېواد او پښتونخوا له معتبرو او مستندو شيوخو کرامو سره ېې د تفسير، حديث دورې کړي او يا ېې ترې اجازې اخيستې دي.
لاسته راوړنې:
مفتي وقار حنفي خپل ډېر ژوند د علم، تعليم او تحصيل په خدمت کې تېر کړی دی او په دغه لړ کې ېې ځينې لوېې لاسته راوړنې عبارت دي له:
- تر دېرشو پورته د کتابونو ليکل او ژباړل.
- په ښوونځي، مدرسه او پوهنتون کې په ممتازه توګه برياوې ( اول نومره ګۍ او عمومي اول نومره ګي).
- بېلابېلو لوريو څخه د ښه کار، ښې وړتيا او ښو اخلاقو ستاينليکونه او سندونه
- په بېلابېلو لويو سياليو کې په ممتازه توګه بريالي توب.
- په انټرنټ او بېلابېلو مجلو او کتابونو کې د سلګونه مقالو چاپ او نشر، په خاصه توګه په انيس، هېواد، شريعت ورځپاڼو او حريت اونيزه کې د منظمو لړيو نشر.
- په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې تدريس.
- په بېلابېلو جوماتونو کې امامت او خطابت.
- د بېلابېلو فرهنګي پروګرامونو او فعاليتونو د دايرولو مشري او لارښوونه (په خاصه توګه د امريکايي اشغال په مقابل کې فرهنګي مبارزه)
- له کمپيوټر او انټرنيت سره بلدتيا.
- په کلونو کلونو د تعليمي او تحصيلي ادارو بريالۍ مشري او رهبري.
- د هېواد په دوهمه ملي ژبه (دری) باندې ېې د ځينو آثارو ژباړه.
- په ځينو آثارو لکه: د امام اعظم أبوحنيفه رحمه الله په ننګه کتاب کې ېې په لسګونو سيالۍ دايرېدل چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی دی.
د نوموړي له آثارو څخه:
د نوموړي لسګونه آثار دي چې ځينې ېې چاپ او ځينې ناچاپ دي.
چاپ:
د حکمت وړانګې (نثري کليات)، نوی افغانستان له مونږ څه غواړي؟ ، د قافلې سالار، يويشت مجلسونه؛ تزکيه او تصوف، د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په ننګه، ورځنی ژوند څنګه منظم کړو؟، عقل نامه
ناچاپ:
د اسلامي تاريخ يادښتونه، د فقهي اختلافاتو عادلانه سپيناوی (د امام شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د الانصاف فی بيان أسباب الاختلاف کتاب ژباړه)، نسيمونه (شعري ټولګه)، د تبليغي جماعت پېژندنه او تګلاره، د زړه وينې (نثري کليات)، خاپونه (نثري کليات)، څو شېبې له طالب العلمانو سره، څو شېبې له فاضلانو سره، څو شېبې له محصلانو سره، ليکوالي څنګه زده کړو؟، ويناوالي څنګه زده کړو؟، د مشهورو پښتنو فقهاوو ژوند او خدمتونه، د ليکوالۍ نصاب، د استاذ او شاګرد نزاکتي بعدونه، د استاذ مرغلرې، جوماتونه څنګه فعال کړو؟، د قرآن کريم د موضوعاتو تفصيلي څېړنه (ژباړه)، د اسلامي دعوت ګټې (ژباړه)، اسلام لپاره د اجتماعي کار اصول (ژباړه)، د صور من حياة الصحابة رضي الله عنهم کلمات (ژباړه)، د علامه ابن جزی رحمه الله پېژندنه او په کتاب التسهيل کې ېې تګلاره (ژباړه)، حجر اسود (د حرمينو شريفينو يونليک)
دندې او مسؤليتونه:
د امام ابويوسف رحمه الله، دارالعلوم زون شرق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنه مدرسو مدرس، د کابل کېمپ د ذکورو او ننګرهار عالي لېسو استاذ، د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت او ارشاد آمر، د البيروني پوهنتون علمي مرستيال، د البيروني پوهنتون عمومي رئيس، د البيروني پوهنتون د علمي کادر غړی، د ميرويس خان نيکه پوهنتون، زابل عمومي رئيس ، د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستيال (اوس).